د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پولې ډاکترانو سازمان: افغانستان کې د شري له وجې شاوخوا هره ورځ یو ماشوم مري


د بادغیس په روغتون کې په شري اخته یو ماشوم بستر دی - پخوانی انځور.
د بادغیس په روغتون کې په شري اخته یو ماشوم بستر دی - پخوانی انځور.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي، د ۲۰۲۵ز کال له پيل راهیسې په افغانستان کې شاوخوا هره ورځ یو ماشوم د شري ناروغۍ له کبله مړ شوی دی.

هغه سازمان د مارچ پر ۱۲مه په خپل یو راپور کې وویل چې د بلخ، هرات او هېلمند له سیمه ییزو روغتونونو څخه یې معلومات غونډ کړي دي چې ورڅخه ښکاري چې سږ کال په افغانستان کې د شري له وجې د وژل شویو ماشومانو شمېر د ۲۰۲۴ز کال د همدې مودې پرتله درې چنده زیات شوی دی.

سازمان د شري له وجې د ماشومانو پر مړینې سخته اندېښنه ښوولې ده.

په راپور کې د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکترانو د سازمان استازي میکایل لې پای له خولې راغلي دي چې واکسین د شري د مخنیوي یوازیني لاره ده.

سازمان زیاتوي چې په افغانستان کې د شري د واکسیني کیمپېنونو ترسره کولو سخته اړتیا ده.

تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي ول چې په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د شري شاوخوا ۶۵،۰۰۰ پېښې ثبت شوې وې.

روغتیاپالان وايي، شری یوه وایرسي ناروغي ده چې په خورا چټکۍ خپرېدای شي او بشپړ علاج نه لري. دوی ټینګار کوي چې واکسین د ماشومانو ناروغه کېدو او مړینې د مخنیوي یوازینۍ او اغېزناکه لاره ده.

XS
SM
MD
LG