د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، پاکستان دې له احمديانو سره تعصب ودروي


د بخښنې نړیوال سازمان - ایمنسټي انټرنېشنل - لوګو.
د بخښنې نړیوال سازمان - ایمنسټي انټرنېشنل - لوګو.

د بشري حقونو نړيوالې ادارې، اېمنسټي انټرنېشنل د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې له مذهبي لږکيوو، احمديانو سره تعصب ودروي.

هغې ادارې د مارچ پر ۱۱مه په يو بیان کې ويلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې یوازې په کراچۍ او ډسکه کې ۶۲ احمديان نيول شوي چې ماشومان هم پکې دي.

په بیان کې زیاته شوې چې د پنجاب او سیند صوبو په بېلابېلو سيمو کې د احمدیانو عبادتخانو ته زیان رسول شوی دی.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی. د پاکستان په ايين کې احمدیان غیرمسلمه بلل شوي خو احمديان وايي چې دوی مسلمانان دي.

ايمنسټي انټرنېشنل ويلي چې له احمديانو سره د عقیدې په بنیاد تعصب او توپيري چلند کېږي.

XS
SM
MD
LG