د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا حکومت د شپږو اونیو له څېړنو وروسته د نړیوال پرمختګ ادارې (یو ایس ای اېډ) ۸۳ فیصده پروګرامونه لغوه کوي.
روبیو د مارچ پر ۱۰مه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هغه ۵۲۰۰ قراردادونه چې د لغو کېدو پرېکړه یې شوې، لسګونه اربه ډالر پر هغو چارو لګوي چې امریکا ته یې ګټه نه رسېږي او حتی په ځینو مواردو کې زیان وراړوي.
روبیو زیاتوي چې پاتې نور نژدې زر پروګرامونه به له کانګرس سره تر سلا مشورو وروسته په اغېزمن ډول د بهرنیو چارو وزارت له خوا پرمخ وړل کېږي.
دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ پر ۲۰مه د لوړې له مراسمو وروسته په یوه اجرايي فرمان کې د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا بهرنۍ مرستې ځنډولې وې.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ایلان مسک په مشرۍ د حکومتولۍ د اغېزمنتوب له ادارې څخه مننه کړې ده.
دې ادارې ته د دولتي لګښتونو د کمولو دنده ورسپارل شوې ده.