د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر د سعودي عرب سفر کوي


زېلېنسکي د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې هم سعودي عرب ته تللی وو
زېلېنسکي د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې هم سعودي عرب ته تللی وو

د اوکراین ولسمشر زېلېنسکي د مارچ پر ۱۰مه سعودي عرب ته ځي. نوموړی به د روسیې سره د جګړې د ختمولو په اړه د اوکراین او امریکا د چارواکو له مهمو خبرو مخکې هلته وي.

د مارچ ۱۱مه، په جده کې په اوکراین کې درې کلنې جګړې د ختمولو لپاره مهمې خبرې اترې کېږي. دا به د امریکا او اوکراین د چارواکو ترمینځ له هغې وروسته لومړنۍ لیدنه وي چې په سپینه ماڼۍ د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو ترمینځ بې سارې لفظي شخړه وشوه.

دا ډیرې هيله لرونکې خبرې اترې به په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او اوکراین چارواکي به د سپینې ماڼۍ د تیرې میاشتې د ویجاړونکي سفر وروسته د لومړي ځل لپاره سره وګوري. زېلېنسکي وویل چې هغه به د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي او وروسته به یې پلاوی "د سه شنبې په ورځ د امریکایی چارواکو سره د غونډې لپاره پاتې شي".

د سره سمندرګي په بندري ښار جده کې په خبرو اترو کې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي سټیو ویټکوف ویلي چې واشنګټن غواړي "د سولې د موافقې او لومړني اوربند لپاره یو چوکاټ جوړ کړي". زېلېنسکي ویلي چې اوکراین "په بشپړ ډول رغنده خبرو اترو ته ژمن دی"، مګر غواړي چې ګټې یې "په سمه توګه په پام کې ونیول شي". هغه د مارچ پر نهمه په خپله ماښامنۍ وینا کې وویل: "موږ دواړه د سولې نږدې کولو او دوامداره ملاتړ په برخه کې د پایلو هیله لرو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د مارچ پر ۱۰مه جدې ته ځي او د امریکا د ولسمشر ډانالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز هم په دغو خبرو کې د خپل ګډون پخلې کړی دی.

XS
SM
MD
LG