د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د پنجګور بازار کې ۳ نایان وژلي دي


د پنجګور بازار - انځور له ارشیفه
د پنجګور بازار - انځور له ارشیفه

د بلوچستان پولیس وايي د پنجګور تحصیل ګوارګو په ټاکړي سیمه کې ناڅرګنده وسله والو د يو حجام پر دوکان ډزې کړې او ۳ نایان يې وژلي دي.

ځاي پولیسو ويلي چې د مارچ پر نهمه، ماښام مهال د وژل شويو دريوو مزدورانو تعلق له سيند صوبې سره دی. پولیسو د تېر په څير دا ځل هم ويلي چې د پېښې پلټنې کوي. تر حملې وروسته، موټرسايکل سپاره وسله وال تښتېدلي دي.

د بلوچستان حکومت ویاند شاهد رند د مارچ په لسمه خپاره کړي بیان کې دا برید د کرکې وړ او وحشيانه عمل بللی دی. د نوموړي په وينا دا د صوبو تر منځه د نفرت پيدا کولو هڅې دي چې په وينا یې دوی به یې اجازه ورنکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې پر مزدورانو دا قسمه حملې کېږي. خو شاهد رند په خپل بیان کې دا نه دي ويلي چې د بلوچستان حکومت او امنيتي ځواکونه ولې د داسې بریدونه مخنيوی نه شي کولی؟

تر اوسه پوې کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG