هند د کرکټ د پنځوس اووره چيمپينز ټرافۍ (اتلانو جام) په پايلوبه کې نيوزيلينډ ته په ۴ ويکټو ماتې ورکړه.
نيوزيلينډ د اتلان جام يا چيمپینز ټرافۍ په پايلوبه کې په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۵۱ منډې جوړې کړې وي.
د مارچ پر نهمه، په دوبۍ کې نيوزيلينډ پچه وګټله او لومړی یې د بیټينګ کولو پرېکړه وکړه. لومړيوو توپوهونکو یې تېزه لوبه پيل کړه خو وروسته یې د کرارو بالرانو په راتګ سره ويکټې ژر ولوېدې او مڼدې جوړولو یې کرار شول. د هند لخوا کولديپ یادو او ورون چکرورتي ۲، ۲ ويکټې واخیستې.
په ځواب کې یې هند هغه هدف په ۴۹ اوور کې د ۶ ويکټو په زیان پوره کړ. د هند لوبډلمشر، روهیت شرما تر ټولو ډېرې ۷۶ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
د اتلانو چام دا سیالۍ د فرورۍ پر ۱۹مه په پاکستان کې پيل شوې وې. د هند لوبډلې پاکستان ته له تګه انکار کړی وو نو ځکه د هغوی سیالۍ په دوبۍ کې وشوې.
د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلو برخه واخیسته چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې وې.