د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يا یونیسیف ویلي، د افغان نجونو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرولو هڅې يې جاري دي.
دې ادارې د مارچ پر اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه په یو بيان کې وويل چې تېر ۲۰۲۴ کال یې په افغانستان کې د ۱۸۰۰۰ محلي ټولګیو له لارې ۳۶۱۰۰۰ نجونو ته د تعلیم زمینه برابره کړې.
د يادونې ده چې پر افغانستان واکمنو طالبانو لا هم د نجونو پرمخ تر شپږم ټولګي د پورته مکتبونو دروازې بندې ساتلې دي. په همدې حال کې ځيني رپورټونه وايي چې طالبانو په کندهار او ځینو نورو ولايتونو کې د نجونو لپاره د يونيسېف محلي ټولګي هم تړلي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت په وار وار ویلي چې په هغه هېواد کې د طالبانو حکومت د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ شمېر نړیوالو سازمانونو په بیا بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې د تعلیم او کار په ګډون دې افغان مېرمنو او نجونو ته ټول حقونه ورکړي. خو د طالبانو حکومت وايي چې د دوی په وینا، د شریعت په چوکاټ کې دننه یې ښځو ته ټول حقونه ورکړي دي.