هند د پنځوس اووره کرکټ اتلان جام يا چيمپينز ټرافۍ په سیمي فاینل کې اسټراليا ته ماتې ورکړه او د مارچ پر نهمه کېدونکې پايلوبې ته ورسېد.
اسټرالیا د مارچ پر څلورمه، په دوبۍ کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ وکړ او په ټولو اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۶۴ مندې جوړې کړې. د اسټراليا لخوا لوبډلمشر، سټيون سميت تر ټولو ډېرې ۷۳ مندې وکړې. د هند لخوا محمد شمي ۳، رویندر جديجا ۲ او ورون چکرورتي، ۲، ۲ او اکشر پټېل او هادريک پنډیا يوهه، يوه ويکټه واخیسته.
هند د اسټراليا هدف په ۴۹ اوور کې د ۶ ويکټو په زیان پوره کړ. ويرات کوهلي تر ټولو ډېرې ۸۴ منډې وکړې. هغه د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
د دې لوبلړۍ دویم سیمي فاينل د مارچ پر پينځمه، د جنوبي افریقې او نيوزيلينډ ترمنځ په لاهور کې کېږي. فاينل يا پایلوبه به د فرورۍ پر نهمه، په دوبۍ کې وي.