د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند او اسټراليا د کرکټ اتلانو جام نيمه پايلوبه کوي


د هند لوبغاړي د نيوزيلينډ په سیالۍ کې
د هند لوبغاړي د نيوزيلينډ په سیالۍ کې

نن (د مارچ پر څلورمه) د کرکټ په اتلانو جام يا چيمپينز ټرافۍ کې هندوستان او اسټرالیا نیمه پایلوبه ترسره کوي.

دا لوبه په دوبۍ کې په ځايي وخت د غرمې په یوه بجه پیلیږي چې د کابل يوه نيمه او د پېښور دوه بجې کېږي.

د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان له خپل ګروپه ټول شامل ټیمونه (پاکستان، نیوزیلند او بنګله دیش) مات کړي او نیمه پایلوبې ته وتلی. اسټرالیا هم چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې وه له انګلستان او جنوبي افریقا لوبې ګټلې او له افغانستان سره یې لوبه د باران په سبب مساوي شوې وه.

د کرکټ په اتلانو جام کې دویمه نیمه پایلوبه سبا د پاکستان په لاهور کې د نیوزیلند او جنوبي افریقا تر منځ کېږي. ټاکل شوې چې د دې سیاليوو فاينل یا پایلوبه به د مارچ پر نهمه وشي.

XS
SM
MD
LG