د بلوچستان په کلات کي په يو ځانمرګي برید کي يو پاکستانی پوځي وژل شوی او ۴ ژوبل شوي دي.
د کلات ډيپټي کمیشنر، بلال شبير د مارچ پر درېيمه خبریالانو ته وويل چې ځانمرګې حمله د کلات بازار سره نیږدې د کوټې - کراچۍ په لویه لاره شوی دی. د نوموړي په خبره، لومړي معلومات ښيي چې لږ تر لږه يو سرتېری وژل شوی او څلور ژوبل شويدي. د هغه په وینا د برید هدف هغه پاکستاني امنيتي ځواکونه وو چې په ګاډو کې پر لاره تیريدل.
په خبره چي دا يو ځان مرګي برید وو کوم چي وکلات بازار ته څيرمه د کوټي کراچي لوي قامي سړک باندي نن ماپښين هغه وخت رامنځ ته شوی ده کله چي دسرحدي عسکرو دوه موټران د هغه ځاي څخه مخ په تيريدو وو
له پاکستانه د بلوچستان د ازادۍ لپاره جنګېدونکې وسله والې ډلې، بلوچ ليبریشن ارمي (بي اېل ای) د حملې ذمه واري منلې ده او د يو لوړپوړي پوځي افسر تر څنګ یې د ګڼو نورو پوځيانو د وژلو ادعا کړې ده.