د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په خضدار کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ۲ سیاستوالان وژلي دي


چارواکي وايي برید د خضدار په زهري کې شوی دی.
چارواکي وايي برید د خضدار په زهري کې شوی دی.

وسلوالو د بلوچستان د خضدار ضلعې په زهري کې د جمعيت علمای اسلام (ف) دوه صوبايي مشران وژلي دي.

د زهري انتظامي مشر (اسېسټنټ کمېشنر) خالد شمس رسنيو ته په لېږلو معلوماتو کې ويلي چې مولانا امان الله او غلام سرور د مارچ په لومړۍ نېټه ماښام مهال په سوراب کې د لادرکه کسانو له خپلوانو سره تر کتلو وروسته په موټر کې روان ول چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

د شمس په وينا، په دې برید کې هغوی ووژل شول او دوه تنه ژوبل شول چې د خضدار په روغتون کې بستر دي.

د جمعیت علمای اسلام (ف) پر سیاستوالانو د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په بلوچستان کې له تېرو څه باندې دوو کلونو راهیسې امنیتي وضع ډېره خرابه شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر امنیتي سرتېرو، حکومتي چارواکو، سیاستوالانو او مدني فعالانو حملې کوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG