د برېتانیا وزیراعظم کییر سټامر اوکرایني ولسمشر وولودویمیر زېلېنسکي ته په لندن کې تود هرکلی ویلی دی.
دا تر هغې يوه ورځ وروسته وه چې زېلېنسکي د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره په سپینې ماڼۍ کې بېسارې لفظي شخړه وکړه چې د اوکراین لپاره د واشنګټن د ملاتړ راتلونکې یې ګواښلې.
سټامر او زېلېنسکي د مارچ په لومړۍ نېټه د بندو دروازو شا ته له یو ساعت زیات ملاقات وکړ. هغوی تر لیدو وروسته له رسنیو سره خبرې و نه کړې، خو د دواړو هېوادونو د مالي چارو مشرانو د ۲.۲۶ اربه پاونډو (۲.۸۴ اربه ډالرو) په ارزښت د پور تړون لاسلیک کړی چې هدف یې د کییف د دفاع پیاوړتیا ده.
لندن وویل چې دا موافقه یې د اوکراینيانو لپاره د نه بدلېدونکي او روان ملاتړ نخښه ده او زیاته یې کړه چې دا پور به د روسيې له کنګل شوې خپلواکه شتمنیو له امدن يا عايد څخه ادا کېږي.
وروسته زېلېنسکي پر اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) وليکل چې له سټامر سره یې "یو معنا لرونکی او ښه ملاقات" کړی دی. د هغه په وينا، هغه پیسې به په اوکراین کې د وسلو د تولید لپاره وکارول شي.