په ترکیه کې کردي وسلوالو له ۴۰ کلنې جګړې وروسته د مارچ پر لومړۍنېټه اوربند اعلان کړی دی.
دوه ورځې مخکې د دې ډلې مشر له خپلو وسلوالو وغوښتل چې وسلې پر مځکه کېږدي.
اسوشیېټډ پرېس اژانس خبر ورکړی چې د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) بیان دې ډلې ته نژدې رسنۍ فیرات خبري اژانس خپور کړی دی.
د پي کې کې د مشر عبدالله اوجالان په اړه، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې د ترکیې له خوا زنداني دی، په بیان کې راغلي دي چې "د مشر له وینا سره سم، د سولې او ډیموکراټیکې ټولنې د لارې د هواري لپاره اوربند کوو، او تر هغو به برید نه کوو چې پر موږ حمله ونه شي."
د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) د ۱۹۷۸ز کال کې عبدالله اوجالان جوړ کړ، چې هدف یې د ترکیې، عراق، سوریې، او ایران په کرد مېشتو سیمو کې د خپلواک کردستان جوړول وو.
په ۱۹۸۴ز کال کې یې د ترکیې پر ضد وسلواله مبارزه پیل کړه، چې د ترکیې پوځ، پولیس، او دولتي ادارې یې په نښه کولې. د دې جګړې له امله لسګونه زره کسان ووژل شول او ملیونونه کردان بېځایه شول.
ترکیې دا ډله ترهګره اعلان کړه، خو کردي ملتپالان وايي چې دوی د خپلو حقوقو لپاره جګړه کوي.