حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د څلورو اسرایيلیو یرغملیانو مړي د سره صليب نړيوالې کمېټې ته سپارلي او اسراییلو یې په بدل کې لسګونه فسطیني زندانیان خوشې کړي دي.
دا کار پر داسې وخت کې شوی چې د غزې د اوربند د لومړي پړاو سر ته رسېدو ته څو ورځې پاتې دي.
اسوشيېټېډ پرېس اژانس ليکي چې د اسراييلو يوه امنيتي چارواکي ورته منلې چې حماس د فبرورۍ پر ۲۷مه د څلورو يرغمليانو مړي د سره صليب نړيوالې کمېټې ته سپارلي دي.
اژانس زیاتوي چې پر همدغه وخت د سره صليب نړيوالې کمېټې په يو بس کې هغه لسګونه فلسطيني قيديان هم ورولېږدول چې د اسراييلو له زندانونو خوشې شوي دي.
د خوشې شویو بنديانو خپلوانو، ملګرو او ملاتړو یې په غربي څنډه کې تود هرکلی وکړ.
د یرغملیانو د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه ده چې په غزه کې له ۱۵ میاشتو راهیسې تر روانې جګړې وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹مې څخه عملي شوی دی.
حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې له ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.
تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا شاوخوا ۴۷،۰۰۰ فلسطينيان پکې ووژل شول، لکونه وګړي بې کوره شول او ګڼې سیمې ويجاړې شوې.
په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم ووژل شول.