د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هغه هېواد کې د اوسېدو لپاره د "طلايي یا ګولډ کارډ" خرڅولو پلان څرګند کړ.
د هغه پلان له مخې به هغه کارډ په پینځه مېلیونه ډالره خرڅېږي چې د ولسمشر ټرمپ په خبره، ممکن ده د روسیې د اشرافیه یا مالداره طبقې خلک یې هم واخیستلی شي.
ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۵مه په سپینه ماڼۍ کې پروګرام اعلان کړ او و یې ویل: "طلايي کارډونه به په شاوخوا دوه اونیو کې دستیاب وي. تاسو ګرین کارډ لرئ. دا طلايي کارډ دی. موږ به د دې کارډ قیمت شاوخوا پینځه مېلیونه ډالره کښېږدو."
ټرمپ وویل چې د کارډونو له پلوره ترلاسه شوي پیسې به د هېواد د بودیجې تاوان یا خسارې کمولو لپاره استعمالېږي.
د هغه په وينا دا پروګرام پر "پیسو لرونکو خلکو" متمرکز دی او له امله به یې روزګارونه پیدا شي. "دوی به شتمن او بریالي وي، او ډېرې پیسې به لګوي. ټیکسونه به ورکوي او ډېر خلک به په کار وګوماري. او موږ فکر کوو چې دا به ډېر کامیاب [پروګرام] وي."
ټرمپ، چې د بې اسناده مهاجرینو اخراج یې لومړیتوب ګرځولی دی، زیاته کړه چې نوی کارډ به د امریکا شهریت ترلاسه کولو ته لاره برابره کړي.