د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوډان کې د پوځي الوتکې پرېوتو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۴۶ ته رسېدلی

تازه شو

په سوډان کې یوشمېر چارواکي په ۲۰۱۵ز کال کې له پرېوتې الوتکې سره ولاړ دي - انځور له ارشیفه
په سوډان کې یوشمېر چارواکي په ۲۰۱۵ز کال کې له پرېوتې الوتکې سره ولاړ دي - انځور له ارشیفه

چارواکي وايي، په سوډان کې د پوځي الوتکې د لوېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه ۴۶ ته لوړ شوی دی.

پېښه د فبرورۍ پر ۲۵مه له پلازمېنې خرطوم سره نېږدې په ام درمان ښار کې شوې او د خرطوم مطبوعاتي دفتر ویلي چې پکې ۱۰ تنه ژوبل هم دي.

تر دې مخکې رویټرز اژانس د سوډان د پوځ د بیان په حواله خبر ورکړی وو چې انتونوف پوځي الوتکه د ام درمان شمال ته د وادي سیدنا له پوځي هوايي ‌ډګره د الوت پر مهال نسکوره شوه.

بیان وايي، په پېښه کې پوځي کارکوونکي او ولسي وګړي وژل شوي دي.

پوځي سرچینو ویلي، پېښه ښايي د تخنیکي وجوهاتو له امله شوې وي او زیاتوي چې په وژل شویو کې یو لوړپوړي پوځي قومندان جنرال بهر احمد هم شامل دی.

په سوډان کې د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۵مه تر هغه وروسته نښتې پیل شوې چې د یوې پخوانۍ پرېکړې له مخې د سوډان پوځ د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې له ځان سره د شاملولو بهیر پیل کړ خو هغې ملېشې له دې کاره انکار وکړ او د پوځ پرضد یې جګړه پیل کړه.

په هغه هېواد کې د جګړې له امله لسګونه زره کسان وژل شوي، مېلینونه بې‌ کوره شوي، او د ملګرو ملتونو په وینا، د هېواد شاوخوا نیمايي نفوس له لوږې سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG