يوشمېر خبري رسنیو د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې کییف او واشنګټن د اوکراین د مهمو معدنونو او نورو طبیعي سرچينو لکه تېل او ګیس د ګډ استخراج پر شرایطو موافقه کړې ده.
هغو رسنیو د فبرورۍ پر ۲۵مه په راپورونو کې د خپلو سرچينو نومونه نه دي اخیستي او امریکا هم لا په دې اړه رسماً غبرګون نه دی ښوولی.
بلومبرګ راپور ورکړی دی چې د اوکراین کابینه ښايي د فبرورۍ پر ۲۶مه د موافقې د لاسلیکولو سپارښتنه وکړي.
فرانس پرېس اژانس بيا د یوه لوړپوړي اوکرایني چارواکي له قوله ویلي دي چې حکومت "د موافقې د جزییاتو" پر کار بوخت دی او "د جمعې پر ورځ یې د لاسلیک لپاره واشنګټن ته د سفر ارزونه کوي."
فایننشل ټایمز ورځپاڼې د اوکراینیو چارواکو په حواله لیکلي دي چې کییف اوس چمتو دی چې موافقه لاسلیک کړي، ځکه چې امریکا "د هغو ۵۰۰ اربه ډالرو احتمالي عوایدو د اخیستلو غوښتنه پرېښې ده چې د اوکراین له طبیعي زېرمو د استخراج له لارې ترلاسه کېدای شي."
راپور زیاتوي چې د مسودې په تازه بڼه کې د روسيې د يرغل پر وړاندې د اوکراین لپاره د امريکا مشخص امنیتي ضمانتونه نه دي شامل. دا هغه څل ول د موافقې د پخوانیو بڼو په اړه د کییف یو مهم شکايت وو.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په وروستیو کې ویلي ول چې اوکراین باید هغه مېلیاردونه (اربونه) ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د روسیې پر ضد د دفاع لپاره ورکړي ول. ټرمپ ویلي ول چې کییف باید په دې ترڅ کې له واشنګټن سره د طبیعي زېرمو په اړه موافقه وکړي.
د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره شول. غربي اټکلونه ښيي چې په جنګ کې د اوکراین او روسیې دواړو تر یو مېلیون زیات کسان وژل شوي او ژوبل دي.