په افغانستان کې د طالبانو حکومت يو پلاوی د نشه يي موادو پر ضد د شريک کار په اړه د خبرو لپاره ګاونډي ایران ته تللی دی.
د طالبانو د حکومت کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع د فبرورۍ پر ۲۴مه، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د کورنيو چارو او مخدرو موادو وزارتونو مرستيال وزیران به له ایراني چارواکو سره د نشه يي موادو او قاچاق د مخنيوي په اړه خبرې اترې کوي.
تر اوسه ایرانيو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي. تېره مياشت د ايران بهرنيو چارو وزير کابل ته تللی وو او د نورو موضوعاتو تر څنګ یې د نشه يي موادو د قاچاق د مخنيوي په اړه له طالب چارواکو سره خبرې کړې وي.