د فرانسې ولسمشر ایمانول مېکرون د فبرورۍ پر ۲۴مه ویلي، چې د اوکراین او روسیې ترمينځ د اوربند لپاره په راتلونکو اونیو کې هوکړه کیدای شي.
خو هغه خبرداری ورکړ چې د سولې مانا د اوکراین تسلیمېدل نه دي.
ولسمشر مېکرون دا خبرې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره تر لیدو وروسته، د فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې دي.
دواړو ولسمشرانو دا ملاقات د روسیې لخوا پر اوکراین د بشپړ یرغل د درېیمې کلیزې په مناسبت، د یوې غونډې پر مهال وکړ. ټرمپ تر دې وړاندې ویلي ول، چې جګړه زر ختمېدلی شي.
ولسمشر مېکرون دا هم ویلي، چې له اروپايي مشرانو سره یې خبرې کړي او د هغوی ډېری د امنیت د ضمانتونو ورکولو ته تیار دي، چې دا د اوکراین د سولې تړون یوه مهمه غوښتنه ده.
امریکايي چارواکي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ژمنو په ترڅ کې د اوکراین جنګ د ختمولو لپاره هڅې کوي چې نوموړي د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له امریکايي ولس سره کړې دي.
بلخوا په کیېف او اروپا کې ګڼ خلک د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ طریقه کار اندېښمن کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۱مه ویلي وو چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید د اوکراین د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره وګوري.