د کرکټ د اتلانو جام یا چمپینز ټرافي سیالیو کې نن (د فبرورۍ پر ۲۵مه) د اسټرالیا او جنوبي افریقا لوبډلې ترمينځ سیالي کېږي.
په بي ګروپ کې شامل د جنوبي افریقا او اسټرالیا لوبډلو تر اوسه خپل لومړي میچونه له افغانستان او انګلستان څخه ګټلي دي.
د جنوبي افریقا او اسټرالیا سیالي نن (فبرورۍ ۲۵مه) د پېښور پر وخت د ماسپښین په دوه بجې پیلېږي.
پرون (فبرورۍ ۲۴مه) د دې سیالیو په لړ کې، په اې ګروپ کې نیوزیلینډ په پينځو ویکټونو بنګلهدېش ته ماتې ورکړه. بنګلهدېش نیوزیلینډ ته د ۲۳۷ رنزونو هدف ورکړی و، چې نیوزیلینډ په ۴۷م اوور کې د ۲۴۰ رنزونو پوره کولو سره لوبه وګټله.
د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي سیالۍ د فبرورۍ له ۱۹مې څخه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. لومړی لوبه د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ په کراچۍ کې وشوه، او فاینل به یې د مارچ پر نهمه په لاهور کې وي، خو که هند فاینل ته ورسېږي نو بیا به فاینل سیالي په دوبۍ کې کېږي.