د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي، وسلوالو د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خونې مشر خوشی کړی دی


د کوز جنوبي وزيرستان پولیسو ويلي، وسلوالو د هغه سيمې د سوداګرۍ خونې مشر سيف الرحمان په شلام سيمه کې خوشی کړی دی.

دا خبره د ضلعې د پوليسو يو افسر امین وزیر د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وکړه.

نوموړي و نه ويل چې رحمان پوليسو بازياب کړ او که نه وسلوالو په خپله پرېښود، خو زياته يې کړه چې هڅې يې روانې دي چې د کسټم محکمې د دوو اهلکارانو ترڅنګ له حلال احمر نومې ادارې سره کارکوونکی يو ډاکتر هم د وسلوالو له منګولو ازاد کړي.

وسلوالو هغه کسان د فبرورۍ پر ۱۳مه هم له شېلام سيمه څخه تښوتلي ول. د هغوی د تښتونې زمه وارې تر دې دمه کومې وسوالې ډلې منلې نه ده.

بل پلو په کوز جنوبي وزيرستان کې د عوامي نېشنل ګوند يو مشر، اياز وزير پرون له مشال راډيو سره په خبرو کې د سوداګرۍ خونې د مشر بازيابي د “متحده سياسي امن پاڅون” د هڅو نتيجه وبلله.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د درو نورو برمته وو د خلاصون لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

بلخوا چارواکي وايي، پوځ او پوليس په ګډه کوښښ کوي چې د وزيرستانونو امن پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG