د افغانستان د خبريالانو مرکز مشر احمد قرېشي د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې د “بېګم” او “ځوانانو” په نومونو راډيوګان لا هم تړلي پراته او دوه کارکوونکي يې د طالبانو په بند کې دي.
دا له هغه وروسته ده چې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فبرورۍ پر ۲۲مه ويلي ول چې هغو راډيوګانو ته يې د کار بېرته پيلولو اجازه ورکړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یادو راډیوګانو د کارکوونکو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د طالبانو د استخباراتو ریاست يادې شخصي رسنۍ په دې تور تړلې وې چې ګواکې ځينو بهرنيو رسنيو ته يې خپرونې جوړولې او د کار له جوازه يې ناوړه ګټه اخيستې.
د افغانستان د عامه رسنیو قانون، چې د طالبانو حکومت يې هم پلی کوی، وایي چې رسنۍ د خپلو مسلکي دندو په کولو کې بايد ازادې وي.
خو له دې باوجود طالبانو په مکرر ډول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.