د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني احتمالي وزيراعظم وايي، لومړيتوب به يې د اروپا پياوړي کول وي


د جرمني نوي احتمالي وزيراعظم فرېډرېک.
د جرمني نوي احتمالي وزيراعظم فرېډرېک.

د جرمني نوي احتمالي وزيراعظم فرېډرېک مرز ويلي، لومړيتوب به يې ژر تر ژره د اروپا پياوړي کول وي، چې په دفاعي معاملاتو کې په پرله پسې ډول د امريکا له احتياجه خلاص شي.

نوموړي دا خبره د فبرورۍ پر ۲۳مه له هغې وروسته کړې چې ګوند يې “سي ډي يو” يا د جرمني مسيحي محافظه کاره ګوند د هغه هېواد په پارليماني انتخاباتو کې لومړی مقام خپل کړ.

د جرمني د سرکاري شمېرو تر مخه، سي ډي يو په پرونيو انتخاباتو کې د ټولو اچول شويو رايو ۲۸،۵ فيصده ترلاسه کړي، چې په يوازې سر د حکومت جوړولو لپاره کافي نه دي.

امکان دی چې د جرمنې اوسنی وزيراعظم اولاف شولز، تر هغې چې د هغه هېواد نوی حکومت جوړېږي، د عبوري وزيراعظم په توګه کار وکړي.

په داسې حال کې چې د ټرانس اټلانټېک ملکونو په اتحاديه کې تناو موجود دی، د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر خپله اېکس پاڼه په يو بيان کې د جرمني د پارليماني انتخاباتو پايلې ستايلي او ويلي يې دي چې د محافظه کارانو بريا د جرمني لپاره “يوه غوره ورځ” وه.

XS
SM
MD
LG