د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي اوکراین کې د "دایمي سولې" لپاره د امریکا او اروپا پر "یووالي" ټینګار کړی دی


وولودیمیر زېلېنسکي په کییف کې د یوې غونډې پر مهال - د فبرورۍ ۱۲مې انځور.
وولودیمیر زېلېنسکي په کییف کې د یوې غونډې پر مهال - د فبرورۍ ۱۲مې انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د "دایمي سولې" لپاره د امریکا او اروپا ترمینځ د "یووالي" غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا غوښتنه د فبرورۍ پر ۲۳مه پر خپل هېواد د روسیې د پراخ یرغل د درېیمې کلیزې په درشل کې او د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مسکو پلوي دریځ په تعقیب کړې ده.

زېلېنسکي پر ټېلېګرام په بیان کې وویل، "موږ باید په اوکراین کې د تلپاتې او عادلانه سولې لپاره ټولې هڅې وکړو."

ده وویل، دا هر څه د "ټولو شریکانو په یووالي" شوني دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره د "ټولې اروپا ځواک، د امریکا ځواک او د هغو ټولو ځواک ته اړتیا" لري چې "تلپاتې سوله غواړي."

اوکرایني ولسمشر زیاته کړه چې هېواد یې د فبرورۍ پر ۲۲مه شپې مهال د یرغل له پیل راهیسې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو له تر ټولو لوی برید سره مخامخ شو.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې ده او امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ په تېرو ورځو کې پر یو بل سخت انتقادونه کړي دي.

ولسمشر ټرمپ زېلېنسکي یو "امر یا دېکتاتور" وباله او و یې ویل چې هغه له روسیې سره جګړه پیل کړه. د ټرمپ څرګندونو په اوکراین او اروپا کې اندېښنې زېږولې دي او په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند یا جمهوري غوښتونکو ځینو لوړپوړو غړو یې مخالفت کړی دی. اروپايي مشرانو هم د اوکراین په اړه د ټرمپ څرګندونې رد کړې.

ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه وویل چې اوکراین هغه مېلیاردونه (اربونه) ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د روسیې پر ضد د دفاع لپاره ورکړي ول.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین پراخ پوځي یرغل وکړ چې تر هغې وروسته واشنګټن له کییف سره د اربونو ډالرو پوځي مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG