د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: اوکراین باید د امریکا د اربونو ډالرو مرستې بېرته ورکړي


امریکايي ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه د محافظه کاره سیاسي اقدام کنفرانس ته تر وینا وروسته له دریځه ستنېږي.
امریکايي ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه د محافظه کاره سیاسي اقدام کنفرانس ته تر وینا وروسته له دریځه ستنېږي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې اوکراین باید هغه مېلیاردونه (اربونه) ډالر بېرته ورکړي چې واشنګټن د روسیې پر ضد د دفاع لپاره ورکړي ول.

ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۲مه واشنګټن ته نېږدې د محافظه کاره سياسي اقدام کنفرانس په نوم کلنۍ غونډې ته په وینا کې وویل: "زه له هغوی غواړم چې د هغو ټولو پیسو په بدل کې څه راکړي چې موږ ورکړې دي."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې ویل کېږي د امریکا او اوکراین ترمینځ پر داسې یو تړون خبرې روانې دي چې له مخې به یې امریکا د اوکراین قدرتي زېرمو ته لاسرسی ولري.

په هغو زېرمو کې هغه نادره عناصر هم شامل دي چې د برېښنايي موټرو د بیټریو جوړولو او په نوره ټېکنالوژۍ کې کارېږي.

دا تر هغې ده چې د روسیې او اوکراین لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي کیت کېلاګ د روانې اونۍ په پیل کې په کییف کې له اوکرایني ولسمشر وودلودیمیر زېلېنسکي سره ولیدل.

کېلاګ ویلي ول چې زېلېنسکي پر دې پوه دی چې له امریکا سره هغه موافقه کول خورا مهم دي.

ولسمشر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۱۹مه د ټرمپ وړاندیز رد کړی وو. هغه ویلي دي چې د جګړې پر مهال د امریکا ورکړې مرستې تر هغو خورا کمې وې چې واشنګټن یې غواړي او بل دا چې د امریکا په وړاندیز کې کلک امنیتي ضمانتونه نه دي شامل.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه په اوکراین پراخ پوځي یرغل وکړ چې تر هغې وروسته واشنګټن له کییف سره د اربونو ډالرو پوځي مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG