د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشر ټرمپ استازی وايي له ولسمشر زیلینسکي سره یې "پراخې او مثبتې" خبرې شوي


د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي کیت کیلوګ د اوکراین له ولسمشر وولودیمر زیلېنسکي سره.
د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي کیت کیلوګ د اوکراین له ولسمشر وولودیمر زیلېنسکي سره.

د اوکراین لپاره د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي چې د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زیلینسکي سره یې "پراخې او مثبتې" خبرې اترې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ د سولې د یوې معاملې په لټه کې ده او همدارنګه هڅه کوي چې د امریکا د مرستې په بدل کې د هیواد قیمتي کانونو ته د لاسرسي په اړه له کیف سره یوه موافقه لاسلیک کړي.

ځانګړي استازي کیت کیلوګ د فبرورۍ پر ۲۱مه پر ایکس پاڼه له ولسمشر وولودیمیر زیلنسکي سره د ملاقات په اړه په خپلو لومړنیو تبصرو کې ولیکل چې د اوکراین له لوړ پوړو مشرانو سره یې یوه اوږده او سخته ورځ تیره کړه.

کیلوګ په خپل بیان کې د اوکراین ولسمشر یو "جګړه وهلی او زړور مشر" وباله.

بلخوا زیلینسکي وویل چې دا ملاقات د کیف او واشنګټن ترمنځ تر عامه اختلاف وروسته "هیله بیرته پرځای کوي".

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ په دې وروستیو کې د اوکراین ولسمشر " دیکتاتور" بللی وو او ولسمشر زیلینسکي هغه د روسیې پروپیګنډې ته په اواز ورکولو تورن کړی وو.

د پخلاینې څرګندونې د کیلوګ لخوا اوکراین ته د څو ورځني سفر په وروستۍ ورځ او په اوکراین کې د ۳ کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه په سعودي عرب کې د امریکا او روسیې له خبرو اترو څو ورځې وروسته راغلې دي.

XS
SM
MD
LG