د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتلانو جام: افغانستان له جنوبي افریقا سره سیالي کوي


افغانستان تر دې وړاندې د کرکټ په ۲۰ اووریز جام کې له جنوبي افریقا ماتې خوړلې وه.
افغانستان تر دې وړاندې د کرکټ په ۲۰ اووریز جام کې له جنوبي افریقا ماتې خوړلې وه.

د افغانستان او د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چیمپیینز ټرافۍ) په سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۱مې سیالي د کابل پر وخت د ماسپښین پر یوه نیمه او د پېښور پر دوو بجو پیلېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې هند بنګلادېش ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د دوبۍ په لوبغالي کې په سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۵۰م اوور کې په ۲۲۸ منډو وسوځېدل.

هندۍ لوبډلې ټاکلی هدف په ۴۷م اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

ټاکل شوې چې انګلستان (انګلینډ) او اسټرالیا سبا د لاهور په قذافي لوبغالي کې یو بل ته مخامخ شي.

د اتلانو جام په سیالیو کې اته غوره لوبډلې برخه اخلي چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي. ټاکل شوې چې د سیالیو پایلوبه د مارچ پر نهمه وشي.

XS
SM
MD
LG