د امریکا ولسمشر د اوکراین پر ولسمشر د انتقاد په زیاتولو یو ځلې بیا ويلي چې وولودیمیر زېلېنسکي "خورا ناوړه کارکردګي" ښوولې او ټینګار يې کړی چې که هغه غوښتای نو په روانه اونۍ کې يې په سعودب عرب کې له روسيې سره په مذاکراتو کې ګډون کولای شو.
ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۹مه د فلورېډا په میامي کې د سعودي عرب د پانګونې دولتي صندوق په کوربه توب د سوداګریزو شرکتونو او ادارو مشرانو غونډې ته په وینا کې کړې دي. هغه تر دې وړاندې هم پر اوکرایني ولسمشر نیوکې کړې دي.
ټرمپ په ټولنیزه شبکه ټروت سوشل ولیکل چې زېلېنسکي "له ټاکنو پرته زورواکی (امر یا ډېکټېټر) دی" او خبرداری یې ورکړ چې هغه "باید ژر چټک ګام واخلي که نه هېواد به له لاسه ورکړي."
ټرمپ د میامي په وينا کې وويل چې زېلېنسکي د امریکا له خوا د جګړې د هڅو په هدف له ورکړل شویو مرستو او ورسره د ولسمشر جو بایډن له ادارې څخه ناوړه ګټه پورته کوله.
د امریکايي ولسمشر دا څرګندونې په ظاهره د زېلېنسکي د هغه تور په غبرګون کې دي چې ويلي يې ول چې ټرمپ "د ناسمو معلوماتو په نړۍ کې اوسي" چې "مسکو ورکړي دي."
زېلېنسکي د فبروري پر ۱۹مه وویل: "موږ هغه ناسم معلومات لیدلي دي او پوهېږو چې د روسیې له خوا خپرېږي."
اوکرایني ولسمشر دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې ټرمپ پر اوکراین د روسیې د یرغل لپاره ملامت کړ او و یې ویل، "مایوسه" شو چې زېلېنسکي شکایت کړی چې د جګړې پای ته رسولو په اړه د امریکا او روسیې له خبرو اترو بهر ساتل شوی دی.
روسیو او امریکايي چارواکو د فبرورۍ پر ۱۸مه په ریاض کې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره د لوړې کچې یوه غونډه کړې وه.
د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړې.