ټاکل شوې ده چې حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، د څلورو یرغملیانو مړي اسرایيلو ته وسپاري.
د رویټرز اژانس د خبر له مخې، په ۲۰۲۳ز کال کې پر اسراییلو د حماس د برید له وجې په پیل شوې جګړه کې لومړۍ ځل دی چې هغه وسلواله ډله د یرغملیانو مړي اسرایيلو ته سپاري.
هغې ډلې ویلي چې د یوې مور او د هغې د دوو بچیانو په ګډون د یو بل یرغمالي مړي د فبرورۍ پر ۲۰مه د غزې په جنوبي ښار خان یونس کې سپاري.
حماس مور او د هغې دوه زامن، چې د برید پر مهال پکې د یو عمر څلور کاله او د بل هغه نهه میاشتې وو، د غزې له سرحد سره نېږدې له یو کوره نيولي ول او هغه مهال یې ویډیو هم جوړه کړې او خپره کړې وه.
د ماشومانو پلار چې د اکتوبر اوومې د برید پر مهال حماس له هغوی څخه جلا نیولی وو، د فبروۍ پر لومړۍ نېټه خوشې شوی دی.
د یرغملیانو د مړیو سپارل د حماس او اسرایيلو ترمینځ د اوربند د هغې موافقې د لومړي پړاو برخه ده چې په غزه کې له ۱۵ میاشتو راهیسې تر روانې جګړې وروسته سږ کال د جنورۍ له ۱۹ مې څخه عملي شوی دی.
د موافقې له مخې، تر اوسه پورې د څه باندې ۱،۱۰۰ فلسطینیو زندانیانو په بدل کې ۱۹ اسرايیلي یرغملیان خوشې شوي دي. اسراییل وايي چې د اوربند هوکړې په اولني پړاو کې له پاتې خوشې کېدونکو ۱۴ یرغملیانو څخه یې اته مړه دي او ټاکل شوې چې جسدونه یې وروسپارل شي.
د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه په اسرایيلو برید کې د حماس وسلوالو ۲۵۱ اسرایلیان یرغمل کړي ول. د اسراییلو پوځ وايي چې په هغو کې ۳۵ یرغملیان مړه شوي او ۷۰ تنه نور یې لا هم په غزه کې دي.