امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي دي چې د فبرورۍ پر ۱۸مه په سعودي عرب کې د امریکا او روسیې د استازو ترمینځ تر خبرو وروسته د اوکراین جګړې پای ته د رسولو په اړه ځان "لا بااعتماده" احساسوي.
ټرمپ دا څرګندونې په ریاض کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او نورو لوړپوړو چارواکو او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سېرګې لاوروف په مشرۍ د پلاوي ترمینځ د خبرو تر ختمېدو وروسته کړې دي.
د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو په ۲۰۲۲ز کال کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې په لومړي ځل مخامخ خبرې وکړې.
ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۸مه په فلورېډا کې په خپل کور کې خبریالانو ته وویل: "زه فکر کوم چې د جګړې پای ته د رسولو توان لرم."
هغه وویل، امکان دی چې روانه میاشت له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري او دا یې هم وویل چې اوکراین ته به د سوله ساتو ځواکونو د لېږد په اړه د اروپايي اقدام مخالفت و نه کړي. اروپايي چارواکو د فبرورۍ پر ۱۷مه په پاریس کې اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو د لېږد په اړه خبرې وکړې.
ټرمپ د کییف دا اندېښنه هم رد کړه چې ګواکې په سعودي عرب کې له مذاکراتو بهر پاتې کېږي او خپله دا دعوه یې تکرار کړه چې که په ۲۰۲۲ز کال کې ولسمشر وای نو پر اوکراین یې د روسیې د یرغل مخنیوي لپاره یوه موافقه کولای شوه. ده روښانه نه کړه خو تر دې مخکې یې ویلي ول چې جګړه په ناټو د اوکراین د ورګډېدو هیلې له کبله پیل شوې.
امریکايي ولسمشر وویل، په اوکراین کې باید انتخابات وشي او زیاته یې کړه چې دا "د روسیې خبره نه ده، بلکې هغه څه دي چې زه او ډېری نور هېوادونه یې هم غوښتنه" کوي.
خو د اوکرایني اساسي قانون (ایین) له مخې، د پوځي قانون (مارشل لا)، چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر هغه هېواد د روسیې له پراخې حملې راهیسې نافذ دی، له کبله انتخابات نه شي کېدای.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، روسیې او امریکا د سعودي عرب په خبرو کې موافقه کړې چې د جګړې پای ته د رسولو په موخه "ژر تر ژره" مذاکراتي ډلې جوړې کړي.