د پاکستان او د نیو زیلینډ د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چیمپیینز ټرافي) په لومړۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوې دي.
د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د فبرورۍ ۱۹مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه.
د پاکستان په کوربه توب د اتلانو جام په ۵۰ اووره سیالیو کې اته غوره لوبډلې برخه اخلي چې ورڅخه یې پاکستان، بنګلادېش، هند او نیو زیلینډ په الف او افغانستان، اسټرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا په ب ګروپ کې دي.
دا په تېرو ۲۸ کلونو کې لومړی ځل دی چې پاکستان د کرکټ د بېلابېلو ملي لوبډلو د نړیوالو سیالیو کوربه کېږي.
البته د پاکستان او هند ترمینځ د خرابو اړیکو له وجې هند په هغه هېواد کې له لوبو کولو انکار وکړ او د هند ټولې سیالۍ به په دوبۍ کې کېږي.
ټاکل شوې چې د هند او بنګلادېش لوبډلې د فبرورۍ پر ۲۰مه په دوبۍ کې د اتلانو جام په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي. تر دې یوه ورځ وروسته د افغانستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې په کراچۍ کې له یو بل سره سیالي لري.
د اتلانو د جام پایلوبه د مارچ پر نهمه کېږي او په پاکستان کې د سیالیو لپاره د کراچۍ، لاهور او راولپېنډۍ لوبغالي غوره شوي دي او د دې لپاره حکومت ټول لوبغالي بیا رغولي دي.