د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشر روسیې ته تللی دی


د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د مرکزي بانک مشر نور احمد آغا (مینځ کې)
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د مرکزي بانک مشر نور احمد آغا (مینځ کې)

په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان مرکزي بانک مشر په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.

د افغانستان بانک ویلي چې نور احمد آغا او ورسره ملګری پلاوی د فبرورۍ پر ۱۷مه د دې لپاره روسیې ته تللی دی چې په مالي چارو کې د انټرنیټي امنیت په کنفرانس کې ګډون وکړي.

په عین وخت کې ملګرو ملتونو ویلي چې په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره یې د نور احمد آغا د سفر بندیز په موقتي توګه لغوه کړی دی.

دا کنفرانس د فبرورۍ له ۱۹ تر ۲۱ جوړېږي او د بېلا بېلو هیوادونو د مالي څانګو استازي، کارپوهان او شنونکي پکې ګډون کوي.

دوی به د مالي نظامونو، عصري بانکي نظامونو او د انټرنیټي ګواښونو په وړاندې پر اغیزمنو ګامونو بحث کوي.

XS
SM
MD
LG