د اوکراین ولسمشر ویلي چې د امریکا او روسیې ترمينځ په کېدونکو خبرو اترو کې به برخه وانخلي.
وولودیمیر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۱۷مه په ابو ظبهۍ کې خبریالانو ته ویلي چې دوی په سعودي عرب کې د امریکا او روسیې ترمنځ په کېدونکو خبرو اترو خبر نه دي.
ولسمشر زېلېنسکي زیاته کړې چې د اوکراین په اړه داسې هېڅ تړون نه شي منلای چې هغه هېواد پکې شامل نه وي.
دا په داسې وخت کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف او د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د بهرنۍ تګلارې سلاکار یوري اوشیکوف د فبرورۍ پر ۱۷مه ناوخته د سعودي عرب ریاض ته رسېدلي دي.
تر دې وړاندې امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي ول چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ سعودي عرب ته د لوړپوړو چارواکو پلاوی لېږدوي چې هلته د روسیې او اوکراین ترمینځ د شاوخوا درې کلنې جګړې د ختمولو لپاره خبرې اترې پیل کړي.
چارواکو د فبرورۍ پر ۱۵مه خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټڅ او د منځني ختیځ چارو مرکچي سټیف وېټکوف به په خبرو کې ګډون کوي.
رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی کیت کېلاګ به په مذاکراتو کې شامل نه وي.
یو اوکرایني چارواکي پولېټیکو رسنۍ ته ویلي دي چې کییف دې راپورونو حیرانه کړی دی او دا چې تر اوسه پورې سعودي عرب ته د پلاوي استولو پلان نه لري.
امریکايي چارواکو خبریالانو ته دا هم ویلي دي چې لا په خبرو کې د واشنګټن د نورو ملګرو هېوادونو د استازو د ورګډولو پلان نه شته.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي ول چې د امریکا، روسیې او اوکراین لوړپوړي چارواکي د فبرورۍ پر ۱۴مه د هغې غونډې د پیلېدو پر مهال خبرې اترې کوي.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر دې مخکې په بیا بیا ویلي، د روسیې او اوکراین ترمینځ روانه جګړه پای ته رسوي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۲مه له خپل روسي او اوکرایني سیال سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره موافقه کړې چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره به یې پلاوي سمدستي خبرې پیل کړي.
ټرمپ زیاته کړه چې د پوتین په څېر زېلېنسکې هم سوله غواړي.