د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یو چاودنې د دوه پاکستاني عسکر وژلي او شپږ یې ټپي کړي دي.
په ډیره اسماعیل خان کې د جاسوسي ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د فبرورۍ پر ۱۷مه شوې ده.
دی وايي، دا عکسر هغه مهال وژل شوي او ټپي شوي دي چې سهار شاوخوا ۱۰ بجې په کلاچۍ سیمه کې د پوځ پر یو موټر د سړک غاړې ته د ښخ کړل شوي بم په وسیله برید شوی دی.
د دې برید زمه واري لا چا نده منلې. خو ډېره اسماعیل خان د خیبر پښتونخوا یو له هغو سیمو ګڼل کېږي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال پکې زیات فعال دي.