امریکايي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ سعودي عرب ته د لوړپوړو چارواکو پلاوی لېږدوي چې هلته د روسیې او اوکراین ترمینځ د شاوخوا درې کلنې جګړې د ختمولو لپاره خبرې اترې پیل کړي.
چارواکو د فبرورۍ پر ۱۵مه خبریالانو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټڅ او د منځني ختیځ چارو مرکچي سټیف وېټکوف به په خبرو کې ګډون کوي.
رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې د اوکراین او روسیې لپاره د ټرمپ استازی کیت کېلاګ به په مذاکراتو کې شامل نه وي.
یو اوکرایني چارواکي پولېټیکو رسنۍ ته ویلي دي چې کییف دې راپورونو حیرانه کړی دی او دا چې تر اوسه پورې سعودي عرب ته د پلاوي استولو پلان نه لرري.
امریکايي چارواکو خبریالانو ته دا هم ویلي دي چې لا په خبرو کې د واشنګټن د نورو ملګرو هېوادونو د استازو د ورګډولو پلان نه شته.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشرې کایا کلاس د فبرورۍ پر ۱۶مه په میونېښ (مونشن) کې د روانې امنیتي غونډې پر مهال د اوکراین پر جګړې د خبرو لپاره د ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه وربللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي ول چې د امریکا، روسیې او اوکراین لوړپوړي چارواکي د فبرورۍ پر ۱۴مه د هغې غونډې د پیلېدو پر مهال خبرې اترې کوي.
خو اوکراینیو رسنیو د ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د یو ویاند له خولې وویل چې له روسیو استازو سره ملاقات نه وو پلان شوی.
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر دې مخکې په بیا بیا ویلي، د روسیې او اوکراین ترمینځ روانه جګړه پای ته رسوي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۲مه له خپل روسي او اوکرایني سیال سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره موافقه کړې چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره به یې پلاوي سمدستي خبرې پیل کړي.
ټرمپ زیاته کړه چې د پوتین په څېر زېلېنسکې هم سوله غواړي.