امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ اعلان کړی دی چې د امریکا، روسیې او اوکراین لوړپوړي چارواکي د جرمني په میونېښ (مونشن) کې خبرې اترې کوي.
نوموړي ویلي چې دا ملاقات د فبرورۍ پر ۱۴مه د کلنۍ درې ورځنۍ امنیتي غونډې پر مهال کېږي.
خو ټرمپ دا نه دي ویلي چې په مذاکراتو کې به د هغو درې هېوادونو کوم چارواکي ګډون کوي.
البته د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس د فبرورۍ پر ۱۳مه او اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۱۴مه د مونشن په امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره جرمني ته ورسېدل.
ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۳مه ناوخته په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "سبا (د فبرورۍ پر ۱۴مه) په میونېښ کې غونډه ده. روسیه به زموږ له استازو سره هلته موجوده وي او اوکراین ته هم بلنه ورکړل شوې ده."
اخوا اوکراینیو رسنیو د ولسمشر زېلېنسکي د یو ویاند له خولې دا خبر رد کړی چې ګواکې له روسیو استازو سره ملاقات پلان شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیا بیا ویلي، د روسیې او اوکراین ترمینځ روانه جګړه پای ته رسوي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۱۲مه له خپل روسي او اوکرایني سیال سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته وویل چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورسره موافقه کړې چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره به یې پلاوي سمدستي خبرې پیل کړي.
ټرمپ زیاته کړه چې د پوتین په څېر زېلېنسکې هم سوله غواړي.