پاکستان او نیو زیلینډ د درو هېوادونو د لوبډلو ترمینځ د یو ورځني کرکټ په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شوي دي.
د فبرورۍ پر ۱۴مه د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
پاکستان د فبرورۍ پر ۱۲مه جنوبي افریقا ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو د لوبلړۍ پایلوبې ته لاره موندلې وه. نیو زیلینډ په لوبلړۍ کې خپلې دواړه سیالۍ ګټلې وې او پایلوبې ته وتلی وو.
دا سیالۍ په داسې حال کې کېږي چې د فبرورۍ له ۱۹مې څخه د پاکستان په کوربه توب د اتلانو جام یا چیمپیینز ټرافۍ په نوم ۵۰ اووره سیالۍ پیلېږي چې پکې اته غوره لوبډلې برخه اخلي.