د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ له مودي سره په لیدنه کې ویلي امریکا پر هند اېف ـ ۳۵ جېټ الوتکې پلوري


ټرمپ او مودي د فبرورۍ پر ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې روغبړ کوي.
ټرمپ او مودي د فبرورۍ پر ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې روغبړ کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هند وزیراعظم نرېندرا مودي د فبرورۍ ۱۳مه په سپینه ماڼۍ کې کتلي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې ټرمپ تر ملاقات وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل چې پر هند اېف ـ ۳۵ جېټ الوتکې پلوري.

هغه وویل، له دې سره به هند د پرمختللیو جنګي الوتکو لرونکو هېوادونو په قطار کې ودرېږي. ټرمپ زیاته کړه، د روان کال له پیله به هند ته د امریکا پوځي خرڅلاو مېلیاردونو ډالرو ته پورته شي.

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي، ټرمپ په داسې حال کې له نوي دلي سره سوداګریز تړونونه لاسلیکوي چې د هند په ګډون یې له ټولو هېوادونو سره د تجارت په برخه کې متقابلې مالیې یا تعرفې اعلان کړې دي.

رویټرز اژانس بیا د وزیراعظم نریندرا مودي له خولې لیکلي چې هند به ډېر ژر د امریکا په باسټن او لاس اېنجلس ښارونو کې قونسلګرۍ پرانیزي.

اژانس وايي، مودي خبري غونډې ته وویل چې نوی دلی او واشنګټن به په ګډه د سختدریځۍ پر وړاندې مبارزه کوي.

XS
SM
MD
LG