د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او نیو زیلینډ د ۳ هېوادونو د کرکټ لوبلړۍ په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي


د پاکستان بیټر محمد رضوان د فبرورۍ پر ۱۲مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته د جنوبي افریقا له لوبغاړو سره یو ځای له میدانه وځي.
د پاکستان بیټر محمد رضوان د فبرورۍ پر ۱۲مه د سیالۍ تر ګټلو وروسته د جنوبي افریقا له لوبغاړو سره یو ځای له میدانه وځي.

پاکستان د درو هېوادونو د لوبډلو ترمینځ د یو ورځني کرکټ په وروستۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په شپږو وېکټو په ماتې ورکولو د لوبلړۍ پایلوبې ته لاره موندلې ده.

د فبرورۍ پر ۱۲مه د کراچۍ په ملي لوبغالي کې د سیالۍ پچه جنوبي افریقا وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

جنوبي افریقا په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۲ منډې وکړې. هېنریک کلاسن ۸۷، میتیو بریټزکې ۸۳ او ټېمبا بووما ۸۲ منډې وکړې.

د کوربه پاکستان شاهین شاه اپرېدي دوه او خوشدل شاه او نسیم شاه یوه، یوه وېکټه واخیسته.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې چټکه توپوهنه وکړه خو تر ۱۱م اوور پورې یې چې د ۹۱ په مجموعي منډو درې لوبغاړي وسوځېدل نو لوبډله له مشکل سره مخامخ شوه. خو محمد رضوان او سلمان علي اغا تر دې وروسته بیټېنګ ته دوام ورکړ او د لوبډلې بریا یې باوري کړه. اغا ۱۳۴ او رضوان ۱۲۲ منډې وکړې.

پاکستان ټاکلی هدف په ۴۹ اوورونو کې پوره کړ.

ټاکل شوې چې پاکستان او نیو زیلینډ د فبرورۍ پر ۱۴مه د لوبلړۍ په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شي.

دا سیالۍ په داسې حال کې کېږي چې د فبرورۍ له ۱۹مې څخه د پاکستان په کوربه توب د اتلانو جام یا چیمپیینز ټرافۍ په نوم ۵۰ اووره سیالۍ پیلېږي چې پکې اته غوره لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG