د اردن باچا عبدالله بن الحسین وايي، له غزې د فلسطینیانو د لېږدولو په اړه یې خپل "ټینګ دریځ" د امریکا ولسمشر ته وړاندې کړی دی.
باچا عبدالله او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۱مه په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل. ټرمپ له اردن او مصر غوښتي ول چې د غزې تړانګې فلسطینیان دې قبول کړي.
د اردن باچا وروسته پر خپله اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) ولیکل چې له ټرمپ سره یې د لیدو پر مهال له غزې او غربي څنډې د فلسطینیانو د بیا ځای پر ځای کولو په اړه د اردن کلک دریځ وړاندې کړی دی.
د هغه په وينا، همدا د عربو هېوادونو متحد دریځ دی خو نوموړي په دې اړه نور تفصيل نه دی ورکړی.
هغه وویل، د غزې بیارغونه دې په داسې صورت کې وشي چې فلسطینیان بې کوره نه شي او د ناوړه بشري وضعیت حل باید لومړیتوب وي.
د یادولو ده چې اسراييلو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغه پلان، چې له غزې دې فلسطینیان اردن او مصر ته ولېږدول شي، هرکلی کړی دی خو اردن، مصر او خپله فلسطینیانو دا وړاندیز رد کړی دی.
له ټرمپ سره د ملاقات پر مهال د اردن باچا عبدالله وویل، هېواد یې چمتو دی چې د غزې هغه ۲،۰۰۰ ماشومان قبول کړي چې په سرطان اخته دي او یا هم طبي مرستو ته اړتیا لري.