د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ وايي د ایران ايټمي پروګرام په اړه جوړجاړی کېدای شي


د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ. (انځور: ارشیف)
د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ. (انځور: ارشیف)

د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي باور لري چې د ایران د ايټمي پروګرام په اړه يو جوړجاړی کېدلی شي ځکه چې په وينا یې تهران غواړي د مذاکراتو په کولو سره د داسې ترېنګلتيا د زیاتېدو مخنیوی وشي چې پوځي کاروايي ته پکې ضرورت پېښيږي.

ولسمشر ټرمپ د فرورۍ پر لسمه له فاکس نيوز سره په يوه مرکه کې وويل چې "ایراني چارواکي د جوړجاړي د نه کولو له پايلو اندېښمن او ويريدلي" دي.

هغه زیاته کړه چې هر څوک فکر کوي چې اسراييل به د واشنګټن په مرسته یا تاييد د ايران د ځپلو لپاره حمله وکړي خو په وينا یې چې هغه دا کار نه غواړي او تهران به يو جوړجاړی کول خوښ کړي.

ده وویل، "زه هم غواړم چې پر هغوی د بمونو غورځولو پر ځای، ورسره يو جوړجاړي ته ورسو."

ټرمپ دا خبره تر هغې څو ساعته وروسته وکړه چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د مذاکراتو د هڅو لپاره د امريکا پر اخلاص شک وښود.

يوه اونۍ مخکې، د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خمينايي له امريکې سره د ايټمي پروګرام په اړه د مذاکراتو امکان رد کړی وو او ویلي یې وو چې دا به د تهران مشکلات حل نه کړي.

XS
SM
MD
LG