د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندز کې ځانمرګي برید لږترلږه پنځه تنه وژلي


د کندز په یو روغتون کې د ټپي شوي کس درملنه روانه ده.
د کندز په یو روغتون کې د ټپي شوي کس درملنه روانه ده.

د افغانستان په کندز ولایت کې د فرورۍ پر ۱۱مه په يو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه پينځه کسان وژل شوي او ۷ ژوبل شوي دي.

رویټرز او فرانس پریس خبري اژانسونو په کندز کې د طالبانو د امنيې قوماندانۍ د وياند، جمعه الدين خاکسار له خولې ويلي چې بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي مواد سهار اته بجې هغه مهال وچول چې په کابل بانک کې خلکو خپلې تنخاوې اخیستې.

خاکسار زیاته کړې چې په وژل شويو کې طالب سرتېري هم شته خو کره شمېر یې نه دی ښوولی. د هغه په وينا ۷ کسان ژوبل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې حملې ذمه واري نه ده منلې. خو په تېرو وختونو کې د داعش خراسان ډلې د داسې حملو ذمه واري منلې ده.

د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې داعش وسله والې ډلې په کندهار کې د يو بانک مخې ته د هغه ځانمرګي برید مسوليت منلی وو چې د فرانس پريس خبري اژانس په وینا، ۳ کسان پکې وژل شوي وو.

XS
SM
MD
LG