ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۱۰مه د المونيم او اوسپنې د مصنوعاتو امريکا ته پر وارېدولو ۲۵ فیصده ټېکس اعلان کړی دی.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دستاويزونو لاسليکولو سره پر المونيم امريکايي ټېکس له ۱۰ څخه ۲۵ فیصده ته زیات کړ.
د سپینې ماڼۍ يوه چارواکي ويلي چې دا اقدام به د مارچ پر څلورمه عملي کېږي.
ټېکس به له کاناډا، برازيل، مېکسيکو، جنوبي کوریا څخه امريکا ته د ملینونو ټنو درامد کېدونکو المونيم او اوسپینو لګېږي.
ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وويل چې له دې اقدام سره به پر دهاتونو يا فلز د ټېسکونه لګولو عمل ساده شي.
د حکومت او صنعت شمېرې ښيې چې کنېډا، برازيل، مېکسيکو او جنوبي کوریا امریکا ته د اوسپنیې د واردولو لویې سرچينې دي.
کاناډا هغه هېواد دی چې د امریکا د المونيم د مجموعي وارداتو ۸۰ فیصده جوړوي.