د سره صلیب نړیواله کمېټۍ وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ز کال کې له سخت بشري بحران سره مخامخ وو.
کمېټۍ د فبرورۍ پر ۱۰مه په یوه راپور کې ویلي چې په میلیونونه افغانان د اقتصادي ستونزو، لسیزو جګړو او طبیعي ناورینونو له امله روغتیا، خوراکي توکو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې له سختو ستونزو سره مخامخ ول.
رپورټ زیاتوي چې له افغاني سره میاشت ټولنې سره په همکارۍ یې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړې دي چې افغانانو ته طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه ورکړي.
د کمېټۍ د راپور له مخې، دوی د افغاني سره میاشت ټولنې په همکارۍ نژدې یو میلیون افغانانو ته؛ چې ۶۵ فیصده یې ښځې او ماشومان وو—په ۴۷ کلینیکونو کې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.
همداراز یې څه باندې ۳۱۲ زره ډوزه واکسین تطبیق کړی، او ۸ زره ۷۸۸ ماشومانو، چې د خوارځواکۍ له سره مخامخ وو، د دوی د غذایت له پروګرامونو يې ګټه اخیستې ده.