د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانوي چارواکي وايي، په جنورۍ کې یې تر ۶۰۰ زیات بې اسنادو کډوال نیولي


برتانیا د اروپا یو له هغو هیوادونو ده چې کډوال په ناقانونه توګه ورځي. (انځور: ارشیف)
برتانیا د اروپا یو له هغو هیوادونو ده چې کډوال په ناقانونه توګه ورځي. (انځور: ارشیف)

د برتانیا چارواکو ویلي چې په هغه هيواد کې د کډوالۍ قوانينو پلي کونکو ډلو د جنورۍ په میاشت کې تر ۶۰۰ زیات کسان نيولي دي.

دوی د فبرورۍ پر نهمه ویلي چې دا شمیره د تیر کال د ورته مودې پرتله ۷۳ فيصده زیاته ده.

دا د کارګر ګوند د حکومت د نوي پلان يوه برخه ده چې د بې اسناده کډوالۍ او د خلکو د قاچاق کوونکو ډلو پرضد مبارزه کوي.

د حکومت په یوه بیان کې ویل شوي چې "د ۲۰۲۴م کال په جنورۍ میاشت کې د ۳۵۲ نيول شویو کسانو په پرتله اوس دا ۶۰۹ کسان نیول شوي دي."

د دوي په خبره دا کسان له ۸۰۰ څخه زیاتو ځایونو لکه دوکانونو ، رسټورانټونو ، بارونو او د موټرو د مينځلو له ځایونو نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG