پېښور هاي کورټ د خیبر پښتونخوا او وفاقي حکومت په ګډون قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو له لېږدونکو موټرو دې ناقانونه پیسې نه اخلي.
د فبرورۍ پر نهمه راغلې د عدالت دې حکم نامه کې ویل شوي چې یوازې په هغو امنیتي پوستو کې یې تلاشي واخلی چې له کراچۍ څخه تر تورخم پورې پر لویو لارو جوړې شوي دي.
دا پرېکړه د قاضي شکیل احمد او قاضي ثابت الله خان، له خوا د افغان ټرانسپورټي اتحاديي د مشر محمد نور احمدزي د غوښتنې پر بنسټ وشوه.
نوموړي په خپله عریضه کې ویلي چې پولیس او نورې امنیتي ادارې د امنیت او مخدره موادو په پلمه د باروړونکو موټرو تلاشۍ کوي او له چلوونکو څخه په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.
د حکومتي چارواکو له خوا تر اوسه په دې اړه غبرګون مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې یې داسې تورونه رد کړي وو.