د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي له امریکا سره پر اټومي پروګرام خبرو ته تیار دی


د ایران د دولتي ټېلېوېژن له یوې خپرونې په اخیستل شوي عکس کې د اورانییمو غني کولو بټۍ ښکاري - پخوانی انځور.
د ایران د دولتي ټېلېوېژن له یوې خپرونې په اخیستل شوي عکس کې د اورانییمو غني کولو بټۍ ښکاري - پخوانی انځور.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي دي چې هېواد یې له امریکا سره د خپل اټومي پروګرام او اړوندو بندیزونو په اړه خبرو ته تیار دی.

البته نوموړي ویلي چې د امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ "د شدید فشار" په فضا کې خبرې نه شي کېدای.

عراقچي د فبرورۍ پر اتمه پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي: "د بندیزونو لیرې کولو لپاره خبرو اترو ته اړتیا ده خو باید د شدید فشار پالیسۍ په چوکاټ کې و نه شي، ځکه چې دا به مذاکرات نه بلکې د تسلیمېدو يوه بڼه وي."

نوموړي وويل چې ایران نه غواړي له یو داسې هېواد سره خبرې وکړې چې "هممهاله ورباندې بندیزونه" لګوي.

ټرمپ د فبرورۍ پر څلورمه پر ایران د "سخت اقتصادي فشار" لپاره د خپلې پخوانۍ تګلارې د بحالولو فرمان لاسلیک کړ چې موخه یې د ایران د تېلو صادرات زیانمنول او د هغه هېواد د اټومي پروګرام د رفتار ورو کول دي.

هغه د خزانې وزارت ته امر وکړ چې د بندیزونو او د هغو د پلي کولو مېکانېزمونو له لارې پر هغو اشخاصو او ادارو فشار واچوي چې د اوسنیو بندیزونو سرغړونه کوي.

XS
SM
MD
LG