د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زیلینډ د ۳ هېوادونو د کرکټ لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ۷۸ منډو ماتې ورکړه


نیو زیلینډي لوبغاړي د پاکستان د خوشدل شاه په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ اتمې انځور.
نیو زیلینډي لوبغاړي د پاکستان د خوشدل شاه په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ اتمې انځور.

نیو زیلینډ د درو هېوادونو د لوبډلو ترمینځ د یو ورځني کرکټ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان ته په ۷۸ منډو ماتې ورکړه.

د فبرورۍ پر اتمه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د لومړۍ سیالۍ پچه نیو زیلینډ وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.

نیو زیلینډ په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۳۰ منډې وکړې. ګلېن فېلېپس ۱۰۶، ډیرېل مېچل ۸۱ او کېن وېلییمسن ۵۸ منډې وکړې.

د کوربه پاکستان شاهین شاه اپرېدي درې او ابرار احمد دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پاکستان نهه لوبغاړي په ۴۷ اوورونو کې په ۲۵۲ منډو وسوځېدل او حارث رووف د ژوبلېدو له وجې بیټنګ و نه کړ او پاکستان سیالي وبایلله.

فخر زمان ۸۴، سلمان علي اغا ۴۱ او طیب طاهر ۳۰ منډې وکړې. د نیو زیلینډ مېچل سینټنر او میټ هېنري درې، درې او مایکل برېسوېل دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې چې د درې اړخیزه لوبلړۍ دویمه سیالي د فبرورۍ پر ۱۰مه د جنوبي افریقا او نیو زیلینډ ترمینځ وشي. په قذافي لوبغالي کې لوبه د پېښور پر وخت سهار پر نهه نیمو او د کابل پر نهو بجو پیلېږي.

تر دې وروسته به درېیمه سیالي د پاکستان او جنوبي افریقا ترمینځ کېږي او بیا به دوه غوره لوبډلې د فبرورۍ پر ۱۴مه د لوبلړۍ په پایلوبه کې یو بل ته مخامخې شي.

دا سیالۍ په داسې حال کې کېږي چې د فبرورۍ له ۱۹مې څخه د پاکستان په کوربه توب د اتلانو جام یا چیمپیینز ټرافۍ په نوم ۵۰ اووره سیالۍ پیلېږي چې پکې اته غوره لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG