د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زېلېنسکي: راتلونکې اونۍ ښايي د سفارتکارۍ له پلوه ډيره سخته وي


د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي. (انځور: ارشیف)
د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي. (انځور: ارشیف)

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي دا خبره تاييد کړې نه ده چې د امريکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره راتلونکې اونۍ وګوري، خو ویلي یې دي چې راتلونکې اونۍ ښايي د سفارتکارۍ له پلوه ډيره سخته وي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فبروري پر اوومه وویل، "ممکنه ده چې هغه راتلونکې اونۍ له زېلېنسکي سره وګوري. د غونډې ځای "کیدای شي واشنګټن وي،" هغه زیاته کړه چې هغه به کېف ته نه ځي.

ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې "ښایي" ډیر ژر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي خو کره وخت يې نه دی په ډاګه کړی.

اوکرایني ولسمشر زېلېنسکي وویل چې دا مهمه ده چې هغه او ټرمپ تر هغه مخکې په شخصي توګه سره وګوري تر څو چې ولسمشر ټرمپ له پوتين سره ملاقات کوي.

XS
SM
MD
LG