د هند وزيراعظم نرېندرا مودي به راتلونکې اونۍ د امريکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د لیدو لپاره سپېنۍ ماڼۍ ته ځي.
د هند د بهرنيو چارو سیکرټري وېکرام مسري د فېبرورۍ په اوومه په نوي ډيلي کې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې وزيراعظم مودي به د فېبرورۍ له ۱۲ مې تر ۱۳ د امريکا سفر کوي.
نوموړي زياته کړه چې مودي به له هغې مخکې دوه ورځې په فرانس کې تيروي. دا له هغه وروسته ده چې ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ۲۷ مه له هندي وزيراعظم سره خبرې کړې وې او هغه ته يې د امريکا د سفر بلنه ورکړې وه.
د هند وزيراعظم پر داسې مهال د امريکا په سفر ځي چې واشنګټن په دې اونۍ کې ۱۰۴ هندي کډوال له امريکا ايستلي دي.
دا کار د امريکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کډوالۍ د اېجنډه برخه ده.
رويټرز خبري اژانس وايي هند چې د امريکا ستراتژيکي ملګری هېواد دی، غواړي چې ولسمشر ټرمپ د دوي پر مالونو ټېکس زيات نکړي او دغه راز د هندي وګړو لپاره د هنري کارونو د وېزو ترلاسه کول اسان کړي.